ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی

پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اغا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه په دوه ورځني سفر کابل ته راغلی، چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ستونزو په هواري، اسانتیاوو پر برابرولو خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کډې خونې ویلي؛ په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ کې زیاتې ستونزې رامنځته شوي او اوس پاکستان هم په دې پوه شوی، چې افغانستان سره د سوداګریزو ستونزو شتون يې سوداګرۍ ته زیان اړولی.

پاکستاني سوداګرو ویلي؛ افغانستان او پاکستان یو د بل لپاره ښه سوداګریز مارکیټونه دي، نو دواړه لوري باید هڅه وکړي، چې سوداګري له سیاسته بیله کړي.

یو شمېر افغان سوداګرو بیا په دواړه لوریو غږ کړی، چې کومې ژمنې او تړونونه، چې د دواړو لوريو ترمنځ کيږي په عمل کې باید پلي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له لوري په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو درولو او په تورخم او سپین بولدک کې ستونزو رامنځته کېدو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګرۍ کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.