ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د ایران فرهنګي اتشې لیدنه؛ د لاسي صنایعو په پراختیا خبرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له فرهنګي اتشې ډاکټر سید روح الله حسیني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو فرهنګي اړیکو، د لاسي صنايعو د پراختيا، د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو د علمي لیدنو، د استادانو د تجربو شريکولو، افغان محصلينو ته د تحصيلي بورسیو په ورکړې او د نندارتونونو د جوړېدو په تړاو خبرې شوې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې د ښکیلو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ زیاتوالې د فرهنګي اړیکو د ودې ترڅنګ د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي او ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا مثبت اغېز لري.

همداراز د غونډې پای کښې د ایران د تجارتي، کلتوري او لرغونو ځایونو ته د لنډ مهاله سفرونو په اړه هم پریکړه شوې.