ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په تېر کال کې ۱۸۰ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په تېر ۱۴۰۲ یم کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي.

 د دې ولایت خلک له ورزش سره تر زیاتې کچې مینه لري، چې تل یې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بدني روزنې او سپورټ امریت او بېلابېلو فدراسیونونو په همکاري او لارښوونه د مختلفو مناسبتونو په پار ورزشي پروګرامونه ترسره کړې دي او د خلکو لپاره یې د غوره تفریح زمینه برابره کړې ده.

 په یاد ولایت کې اوس مهال د مختلفو څانګو ۲۵ فدراسیونونه فعالیت کوي او په مختلفو برخو کې په ۳۴ کلپونو کې ورزشکاران ورزش ترسره کوي.

 د میدانو وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د مختلفو فدراسیونونو د استازولیو له لوري په مرکز او ولسوالیو کې ۱۸۰ لویې او وړې ورزشي پروګرامونه ترسره شوې دي، چې ۷۵ یې په مرکز او ۱۰۵ یې په ولسوالیو کې نیول شوې.

د دې ترڅنګ چې د یاد ولایت ورزشي امریت د المپیکي ورزشونو په برخه کې کار کړی دی، همدارنګه یې د ملي، دودیزو او عنعنوي لوبو د بیا را ژوندي کېدو په برخه کې هم پوره هڅه کړې، چې ښه بېلګه یې د ۱۴۰۲ کال د وزلوبې په پینځم پړاو لیګ کې د وزلوبې لوبډلې ګډون و.

 د یادونې وړ ده، چې د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په روان کال کې د کارکوونکو او ورزشکارانو د ظرفیت لوړونې په موخه په مختلفو برخو کې څلور سیمینارونه هم وړاندې کړې دي.