ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امنیت شورا له لوري غزه کې د بېړني اوربند مسودې د تصویب په اړه د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه!

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په غزه کې د عاجل اوربند د مسودې د تصویب هرکلی کوي او د دې ترڅنګ د حماس او په ټوله کې د فلسطیني ولس د هغه موقف، چې د اوربند د دوام، د ټولو اشغالګرو ځواکونو د وتلو، غزې ته د پراخو بشري مرستو رسولو، خپلو سیمو ته د بې ځایه شویو فلسطینیانو د بېرته ستنېدلو، د غزې ښار د بیارغولو او محاصرې ختمولو غوښتنه کوي، تایید او ملاتړ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید هر څه ژر په غزه کې د اوربند پلي کول یقیني کړی، او د روان بحران مخه ونیسي.

د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو پر امنيت شورا او بانفوذه هېوادونو غږ کوي، چې له پرېکړه ليکونو هاخوا د فلسطينيانو د نسل وژنې د مخنيوي له پاره عملي ګامونه پورته کړي او د فلسطیني قضیې د اساسي حل لپاره عادلانه لارې چارې ولټوي.