ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

‎د یوناما د بشري چارو مرستیال له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې؛ د بشري مرستو په پار مو له مرستندویه هېوادونو ۳ میلیارده ډالر غوښتي

‎د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکیبر کابل کې د یوناما د بشري چارو له مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیايي ټولنې له مشر اندریکا را توت او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

‎ د یوناما د بشري چارو مرستیال له مرستندویه ادارو سره د اسلامي امارت همکاري، میلیونونو افغانانو ته د مرستو رسولو په برخه کې ارزښتناکه بللې او ویلي يي دي، تېر کال د هرات له زلزله ځپلو او له پاکستان څخه د را ویستل شویو افغانانو سره د ملګرو ملتونو مرستې مهمې وې.

‎نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو په موخه له مرستندویه هېوادونو څخه د ۳ میلیارده ډالرو د غوښتنې تر څنګ پلان لري د ظرفیت لوړولو په برخه کې هم ۲ میلیارده ډالر وغواړي.

‎ اندریکا را توت له پاکستان څخه د افغان کډوالو د دویمې لړۍ د پېلېدلو له امله اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، په پاکستان کې مېشتو افغانانو ته باید خپلو مېنو ته د تګ لپاره پوره وخت  ورکړل شي او وېستلو ته اړ نشي.

هغه دغه راز له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند ناسم او د بشري  مرستو پروړاندې خنډ یاد کړی دی.

‎ را توت د کډوالو په اړه د کابل او اسلام آباد ترمنځ په خبرو اترو د ټېنګار تر څنګ ویلي، چې نوموړی به په نږدې راتلونکي کې هغه هېواد ته سفر وکړي او د پاکستان له چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.

‎نوموړي د کاسا زر سیمه ییزې پروژې د پيل په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او ویلي يي دي، په افغانستان کې له پانګونې ملاتړ کوي او د اقتصادي ودې په موخه له افغان او نړیوالو اړخونو سره خبرې کوي، څو په افغانستان کې بانکي خنډونه لرې شي.

‎په کابل کې د یوناما د بشري چارو مرستیال د دوحې راتلونکې ناستې ته په اشارې سره ویلي، دوی به د یادې ناستې له لارې د اسلامي امارت لاسته راوړنې له نړیوالو سره شریکې کړي.

‎ مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د پر له پسې وچکالۍ او اسلامي امارت ته د فقر او لوږې په میراث پاتې کېدو له امله افغانان بشري، پراختیايي او د ظرفیت لوړولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو د بشري مرستو له امله یې مننه کړې ده.

‎ د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال یادونه کړې، چې په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان څخه د افغانانو ويستل د مرستې رسولو پروسه او بشري حالت زیانمنوي او ټینګار یې کړی، چې باید له کډوالو څخه سیاسي ګټه وانه خیستل شي.

‎د نوموړي په وینا؛ دا مهال افغانستان امن دی، فساد، د مخدره توکو کښت او زورواکي پای ته رسېدلې او پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې ده.

سیاسي مرستیال غوښتنه کړې، چې اسیا پراختیايي بانک او نور بنسټونه دې په افغانستان کې خپلې نیمه پاتې پروژوې بشپړې کړي.