د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې پلټونکې فرنچیسکا البانیز ویلي، چې غزه کې د اسرائیلو د ‘نسل وژنې’ په تړاو ډېری دلایل موجود دي او په لوړه کچه د فلسطینیانو ضد کړنې ښيي، چې اسرائیل یو قوم له منځه وړي او ‘نسل وژنه’ کوي.
د نوموړې په وینا؛ داسې څرګندې نښې نښانې موجودې دي، چې د ملګرو ملتونو په کنوانسیون کې د نسل وژنې په تړاو له لیست شویو پینځه کړنو څخه یې درې اسرائیلو په غزه کې ترسره کړې دي.
اغلې البانیز د یوه راپور په نشرولو سره ویلي، چې پر غزه د اسرائیلو پراخې حملې او ډول یې او د دې سیمې پر خلکو سخت تحمیل شوي شرایط ښيي، چې اسرائیل قصداً هڅه کوي فلسطینیان د یوې ډلې په توګه په فزیکي ډول له منځه یوسي.
د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې پلټونکې له هېوادونو غوښتي، تر څو ژر تر ژره د اسرائیلو په ضد ګام پورته او خپل مسولیت ادا کړي.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل څخه تر اوسه ۳۲ زره او ۴۱۴ کسان شهیدان شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.