د اسرائیلو دولتي ټلویزیون خبر ورکړی، چې صهیونست پوځونو په لوېدیځې غاړه کې د فلسطینیانو ۸۰۰ هکتاره نوره ځمکه هم غصب کړې.
یاد ټلویزیون د ځینو سرچینو له قوله ویلي، چې اسرائیل هلته د غیرې قانوني یهودیانو د مېشتېدنې لپاره ښارګوتي جوړوي.
اسرائیلو دعوه کړې، چې دغه ځمکې د دوی مربوط دولتي ځمکې دي.
د نړۍ ګڼو هېوادونو د اسرائیلو د دغې کړنې غندنه کړې او دا یې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.
تر دې وړاندې هم اسرائیلو د فلسطین په بېلابېلو برخو کې زرګونه هکتاره ځمکه غصب کړې او یهودیانو ته یې پر مېشت ځایونه جوړ کړي.
د اسرائیلو دغه اقدام تر دا مهاله یواځې په نړیواله کچه غندل شوی او د مخنیوي لپاره یې هیڅ کوم جدي کار نه دی شوی.