ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د ناروې له سفير پاول کلومن بیکین او ورسره مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ناروې سفير د افغانستان او ناروې اوږدو اړیکو ته په اشارې سره ویلي، هېواد یې له اسلامي امارت سره ښې او اوږدې اړیکې لري.

پاول کلومن بیکین د کندهار وروستۍ پېښه غندلې او د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته يې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي. نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د داعش په ګډون د یو شمېر ډلو په ځپل کېدو سره هغوی پخوانی ځواک له لاسه ورکړی دی.

 ښاغلی بیکین له پاکستان څخه د افغانانو ویستل د اندېښنې وړ بللي او هیله یې څرګنده کړې، چې د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې مثبت بدلونونه ولیدل شي.

نوموړي د فساد په مخنیوي، د امنیت په  ټېنګښت، مخدره توکو په له منځه تلو او په یو شمېر نورو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او هڅې ستایلي دي.

د ناروې سفير ویلي، دا چې تر اوسه نړۍ افغانستان په رسمیت نه دی پیژندلی دا د دواړو په ګټه نه ده او زیاته کړې یې ده، په دې برخه کې د پرمختګ لپاره لاډېرو هڅو ته اړتیا ده.

نوموړی همدارنګه ویلي، ناروې له اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوي، څو د اقلیمي بدلون په برخه کې له افغانانو سره مرستې وشي.

د زیاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان اوسنی امنیت د پخوا په پرتله چې ناټو او امریکا هم حضور درلود ښه یاد کړی او ویلي يي دي؛ د ځينو لورو لخوا چې کله ناکله د امنیتي پېښو پړه پر اسلامي امارت وراچول کیږي، له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او غوره به وي چې هېوادونه خپل داخلي مسایل حل او خپل امنیت وساتي.

مولوي عبدالکبیر د ګاونډیو په ګډون له ګڼ شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اوسنیو اړیکو د پراختیا یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د ملي ګټو په رڼا کې د متوازن سیاست په لرلو سره له ټولو قدرتونو سره مثبت تعامل غواړي.

د نوموړي په وینا، دا مهال زرګونه افغان مېرمنې په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې په کار بوختي دي او همدارنګه په لوړه او ټېټه کچه د خلکو غږ اورېدل کیږي.

په پای کې مولوي عبدالکبیر د چاپيریال ساتنې په برخه کې د ناروې له هڅو په مننې ویلي، چې افغانستان د اوبو د مدیریت او ځنګلونو د رغونې په برخو کې همکارۍ ته اړتیا لري.