د زندانونو چارو سمون ادارې ویاند محمد نسیم لالهاند له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي؛ اوسمهال د هېواد په کچه شاوخوا ۱۳ زره کسان، چې بېلابېل جرمونه یې ترسره کړي، بندیان دي.
نوموړي زیاته کړې، چې زندانونو کې یې محبوسینو ته د دیني او عصري زده کړو ترڅنګ، د بېلابېلو حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړې.
دغهراز زندانیانو ته د موبایل جوړونې، بوټ ګنډنې، برقي وسایلو جوړولو، نلدوانۍ، خیاطۍ، فلزکارۍ، رنګمالۍ، کېک او کلچو پخولو زمنیه برابره شوې او له دې لارې عاید تر لاسه کوي.
د زندانونو چارو سمون ادارې د ویاند په وینا؛ ټول امنیتي، کشفي او اوپراتیفي پرسونل یې پر منظم ځانګړي نظامي یونیفورم سمبال، کاري وړتیاوې یې لوړې شوې او له اړوندو ادارو سره په بشپړه همغږي چارې پر مخ وړي.