ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس سره د افغانستان روغتیايي وضعیت په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس ډاکتر تدروس ادهانم ګبریس او سیمه ییزې مشرې اغلې حنان بلخي سره په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد هم شتون درلود د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

په دې ویډیو کنفرانس کې لومړی د روغتیا نړیوال سازمان رییس له دې سازمان سره د اسلامي امارت د هراړخېزو همکاریو مننه کړې.

نوموړي ویلي؛ پولیو ناروغي د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ دی، چې له نېکه مرغه په افغانستان کې یې تر ډېره حده ریښې له منځه وړل شوي.

ډاکتر تدروس زیاته کړې؛ نړیوال روغتیایي سازمان په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د خپلو فعالیتونو د ادامې غوښتونکی دی، چې د دې لپاره له یاد سازمان سره د اسلامي امارت د هراړخېزې همکارۍ اړتیا ده.

د روغتیا نړیوال سازمان منطقوي مشرې په بېلابېلو برخو کې د دې سازمان د همکارۍ له هغې جملې د پولیو ناروغۍ د تشخیص د لابراتوارونو د پیاوړتیا او په افغانستان کې د روغتیا سکتور د متخصصینو لپاره د فیلوشیپ د زمینې برابرولو یادونه کړې او ویلي یې دي، د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیايي مرکزونو د پیاوړتیا په برخه کې هم کوښښ کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیا نړیوال سازمان مسولینو سره په خبرو کولو د خوښي څرګندولو ترڅنګ له افغانانو سره د یاد سازمان د دوامدارو همکاریو قدردانی کړی دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته سراسري امنیت ټینګ شوی، د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال منع شوی، اداري فساد په بشپړه توګه له منځه تللی، روږدي راټول شوي او همدارنګه د پرلپسې واکسینونو له لارې د تخنیکي ټیمونو په وسیله د ماشومانو ګوزڼ او پولیو ناروغۍ د افغانستان له ټولو سیمو څخه پاکې شوي چې دا د اسلامي امارت له لاسته راوړنو څخه دي.

نوموړي په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان فعالیتونو څخه په مننې د دې سازمان مسولینو څخه غوښتي، چې د روغتیا سیستم د پیاوړتیا، مجهزو لابراتوارونو د نصب، د هېواد په لیرې سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د رامنځته کولو، د روغتیا برخې د متخصصینو د مسلکي ظرفیت لوړولو او په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې مجهز روغتون جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.