ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل ښاروالي: روان کال د نورو پراختیايي پروژو تر څنګ کابل ښار کې د ۷ مهمو سړکونو جوړولو پلان لرو

کابل ښاروالي وايي، چې روان کال د نورو پراختیايي پروژو تر څنګ کابل ښار کې د ۷ مهمو سړکونو جوړولو پلان لري. له یادو پروژو څخه د ځینو چارې پيل شوې او په یوه کال کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا په موخه د پروژو پلي کولو په دوام په دې وروستیو کې د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له څلورلارې د کابل-جلال‌اباد لویې لارې تر کمرګ سیمې د نوي سړک جوړولو لومړنۍ چارې پيل کړې دي.

مسولین وايي، چې د دې سړک جوړلو پر وړاندې د موانعو لرې کولو او پر دې لاره د ۵۰۱ استملاک شویو ملکیتونو څښتنانو ته د حقونو ورکړې بهیر یې پیل کړی دی.

ورته مهال یادې ادارې د کابل دریمې ناحیې اړوند دهمزنګ-کوټه‌سنګي ترمنځ د سړک پراختیا په موخه پر دې لاره د خنډونو لرې کولو چارې پیل کړې او وايي، چې پر دې لاره ۵۵ ملکیتونه استملاک شوي، چې د قانون له مخې به یې بدیل ورکړل شي.

کابل ښاریان د ورته پروژو له پلي کېدو خوښ دي او وایي، چې دا ډول پروژې د ښاري نظم ترڅنګ د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخنیوی په برخه کې مهم رول لوبولای شي.

د کابل ښاروالۍ د مسولینو په وینا؛ د یادو پروژو ترڅنګ د خیرخانې کوتل د دوهم سړک جوړېدو په ګډون د ۷ مهمو سړکونو جوړول جریان لري، چې د موانعو لرې کول یې په لمړیتوبونو کې دي.