ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر او د اوچا دفتر د مسولینو لیدنه؛ په دوه اړخیزه روغتیايي همکاریو ټینګار شوی

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکتر قلندر عباد د افغانستان لپاره د اوچا دفتر مشرې ازابیل مورسادکارلسن، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ډاکټر جمشېد، د بشري او پرمختیايي ټولنې مشر ادریکا راتوت او د اندریکا د دفتر رییس فادې المیوچي سره لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې د روږدو ناروغانو د درملنې، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د یادو موسسو له لوري په ترسره شويو کړنو، د روغتیا په برخه کې د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کېدو او ګنو نورو موضوعاتو خبرې شوي دي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي؛ د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول زموږ د لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کوو ترڅو د روغتیا په برخه کې د خپلو کاري شریکانو په ګډه همکارۍ د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کړو، ترڅو هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.
ډاکټر قلندر عباد له اړوند مسولینو غوښتي؛ چې په دې برخه کې خپلې کړنې او خدمتونه لا پیاوړي کړي، تر څو په معیاري ډول هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغان روغتيايي پرسونل ظرفیت لوړونه زموږ له لومړیتوبونو څخه ده او په دې برخه کې له بيلا بيلو لارو هڅې کوو، ترڅو د ظرفيت لوړونې لپاره یې زمينه برابره کړو.
همداراز په دې لیدنه کې د استازو له لوري د روغتیا په برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار شوی.