ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ راتلونکې میاشت د قوش تېپې ملي شل اوریز جام سیالۍ ترسره کېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګه په پام کې لري، چې د راتلونکې اپریل میاشتې له ۱۶مې نېټې تر ۲۷مې نېټې پورې په کندهار ولایت کې د قوش تېپې تر نوم لاندې لومړی پړاو ملي شل اوریزې سیالۍ (قوش تېپه ملي شل اوریز جام) ترسره کړي، چې موخه یې د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې بشپړ چمتووالی او دغه راز د کورني کرېکټ او ملي لوبډلې ترمنځ د تجربو شریکول دي.

یادې سیالۍ د کورني کرېکټ څانګې له لوري د کال په پیل کې د نورو ټورنمنټونو او لوبلړیو ترڅنګ د سږ کال لپاره پلان شوې، ترڅو له پلان سره سم د اګست او سپټمبر میاشتو کې ترسره شي، خو راتلونکي نړیوال جام ته په پام سره د ادارې د مشرتابه له لوري غوره ګڼل شوې، چې د لوبغاړو د بشپړ او غوره چمتووالي په موخه دغه لوبې په اپریل میاشت کې ترسره شي.

کرېکټ بورډ دغه راز په پام کې درلوده، چې د امکان په صورت کې شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ ترسره کړي، خو له هر اړخیزو څېړنو وروسته جوته شوه چې په دومره کمه موده کې د شپږیزې کرېکټ لیګ ترسراوی ممکن نه دی.

دغه راز د پېژندل شویو پروډکشن کمپنیو نه چمتووالی او لوجیستیکي خنډونه هغه موارد وو، چې په یاده نېټه یې د نهم پړاو شپږیزې د ترسراوي امکان لا ډېر کم کړ؛ نو غوره وبلل شوه چې د کلني پلان پر بنسټ شپږیزه کرېکټ لیګ په خپله ټاکل شوې موده (اګست میاشت) کې ترسره شي.

باید وویل شي، چې د قوش تېپې په دغو سترو سیالیو کې به د زونونو په کچه پینځه لوبډلې شتون ولري چې په لړ کې به یې هره لوبډله له سیالې لوبډلې سره دوه ځلې مخ شي او ټولټال به د پایلوبې په ګډون ۲۱ لوبې ترسره کړي چې لس ورځې به هره ورځ دوه لوبې او دولسمه ورځ به له یوې ورځې وقفې وروسته بیا پای لوبه ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ څانګې مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی ویلي؛ د قوش تېپې جام ملي شل اوریزې سیالۍ د لومړي ځل لپاره د کورني کرېکټ د سیالیو او ټورنمنټونو کلني پلان ته اضافه شوې دي، چې له شک پرته د لوبغاړو په لا ډېر غوره چمتووالي او تجربې شریکولو کې به رغنده او اغېزناک رول ولوبوي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې؛ په یادو سترو سیالیو کې د ملي لوبډلې او کورني کرېکټ لوبغاړي ګډون لري، چې له ګټې یې دواړه لوري برخمن کېږي، یوه ګټه یې دا ده چې دغه سیالۍ د راتلونکي نړیوال جام سیالیو لپاره یو غوره چمتووالی دی لکه څرنګه مو چې تېر کال له نړیوال جام وړاندې زرغون جام سیالۍ هم کړې وې او ډېر مؤثریت یې درلود او دویمه ګټه یې دا ده، چې د ملي او کورني کرېکټ لوبغاړو ترمنځ د تجربو شریکولو لپاره یو ښه فرصت دی.

د یادونې وړ ده، چې د کورني کرېکټ د پلان پر بنسټ به له دې وروسته په ترتیب سره د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ، غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ، شپږیزه کرېکټ لیګ او زرغون افغانستان جام سیالۍ هم یو په بل پسې ترسره شي.