صهیونیستي رژیم پرون چهارشنبه په رفح ښار کې په څلورو کورنو هوايی برید کړی.
د غزې روغتیايي مسولین وايي، چې له دې بریدونو څخه په یوه کې د یوې کورنۍ ۱۱ کسان شهیدان شوي دي.
دغهراز د فلسطین عامې روغتیا وزارت پرون چهار شنبه اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطینیانو په کورنو ۸ بریدونه شوي. په دې بریدونو کې ۷۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۲ نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۲ زره او ۴۹۰ فلسطینیان شهیدان او ۷۴ زره او ۸۸۹ نور ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ په زیاته کچه قربانیان بېکوره او په سړکونو شپې سبا کوي، چې رسیدنه ورته ستونزمنه ده.
د دې تر څنګ یونیسف پر غزه د صیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې د ۱۳ زره او ۷۵۰ ماشومانو شهادت تایید کړی.
یونیسف وايي، چې غزه کې د اوربند په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پرېکړې وروسته هم ۱۰ ماشومان په شهادت رسېدلي دي.