د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسولینو د دې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر او د بوټوساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم په شتون کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خورم اغا په مشرۍ له پاکستان څخه راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد په پینځه ډوله مېوو باندې د پاکستان د ترجعي تعرفې، په پاکستان کې د افغانستان د صادراتي پنبې د بیا فومګېشن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین د سندونو په اړه بحث او خبرې شوي دي.
د کرنې وزارت مسولینو د افغانستان پر پینځه ډوله مېوو (بادام، انار، انګور، ممیزو، زردالو او مڼو) د پاکستان د تعرفې د کمولو په اړه خپلې غوښتنې د پاکستان د پلاوي سره شریکې کړي او غوښتنه یې کړې، چې دغه تعرفې صفر ته راټیټه او یایې کچه کمه کړي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې د افغاني پنبې د نه فوموګېشن موضوع هم د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې وزارت د مسولینو له خوا د پاکستان له پلاوي سره مطرح شوې.
د کرنې وزارت د قرنطین د څانګې د مسولینو په وینا؛ له نړۍوالو معیارونو سره سم، په کمه موده کې د پنبې او نورو کرنیزو محصولاتو بیاځلې فوموګېشن کول د یادو توکو د زیانمنېدو لامل کېږي.
ټاکل شوې، چې په راتلونکو دوو اوونیو کې به د دواړو هېوادونو د قرنطین څانګو مسولین د دواړو هېوادونو ترمنځ د قرنطین د ستونزو د حل په موخه آنلاین غونډه وکړي.