ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزارت ویاند: ۱۴۰۲ کال د هېواد په زیاتره ولایتونو کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دې وزارت یو کلنې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

ښاغلي قانع وايي، چې د ۱۴۰۲ لمریز کال پر مهال د هېواد په زیاتره ولایتونو کې هېڅ امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې او هېڅ ډول د امنیت ضد تحرکات ندي لیدل شوي، چې دا حالت له امنیتي اړخه، د وروستیو څو لسیزو په پرتله بې سابقې دی.

نوموړی زیاتوي: “په وروستیو شپږ میاشتو کې ۸۷۴۷ جرمي پېښې ثبت شوي، چې له دې جملې ۷۲۳۳ پېښې کشف او ۱۵۲۵ نورې تر تعقیب لاندې دي.

دغه راز ۱۲ زره او ۵۴۰ شکمن د جنایي پېښو او ۱۷۲ تنه د اختطاف په تړاو نیول شوي، ۲۱ تنه اختطاف کوونکي وژل شوي او ۱۸ تنه د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي.”

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا؛ په جرمي قضیو کې د پولیسو د عملیاتو پر مهال ۳ زره او ۸۷۰ میله سپکې او ۷۱ میله درنې وسلې، ۸۷۵ کړۍ ماینونه، ۶۹۹ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۵۸ زره فیره مرمۍ، ۱۱۷۷ پایې مخابروي وسایل او ۳۳۳ عرادې نقلیه وسایط ترلاسه شوي دي.

دغه‌راز په تېرو شپږو میاشتو کې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په ۱۵۵۴۹ عملیاتو کې ۵۶۶۳ تنه شکمن کسان نیول شوي او ۱۷۸ ټنه نشه یي توکي ترلاسه شوي. د نشه یي توکو د تولید ۳۷۷ کارخونې کشف او له منځه تللي او ۱۹ زره روږدي کسان د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته معرفي شوي دي.

مفتي عبدالمتین قانع په یاد خبري کنفرانس کې ویلي، چې په وروستیو شپږ میاشتو کې ۱۹ زره او ۴۰۰ پولیس له تعلیمي مرکزونو فارغ شوي، ۲۴ تنه محصلین په روسیه کې د تحصیلي دورې تر بشپړولو وروسته هېواد ته راستانه شوي، ۱۹۰۶ تنه د پولیسو اکادمۍ په بېلابېلو مقاطعو او ۲۹ زره نور د هېواد په کچه په زده کړو بوخت دي.

ښاغلي قانع زیاته کړې، چې وروستیو شپږو میاشتو کې په ورځني ډول له ۶ زره څخه ۱۰ زره ټوکه ته د پاسپورټ وېش لوړول او متقاضیانو ته د ۸۳۷ زره پاسپورټونو وېش د پاسپورټ د وېش په برخه کې د کورنیو چارو وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.