ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عتیق الله عزیزي: د اسلامي امارت په راتګ سره د تاریخي اثارو قاچاق مخه نیول شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د یونسکو فرهنګي ادارې له مشر برانډن او د دې موسسې له نوي ټاکل شوي بهرني متخصیصونو سره لیدنه کړې.
په لیدنه کې د هنر او کلتور مرستیال ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې د تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې او همدا علت دی، چې په ملي موزیم کې نور د اثارو د خوندیتوپ لپاره ځای نه لرو.
نوموړي زیاته کړې، چې په ولایتونو کې د اثارو د خوندیتوب لپاره ودانۍ او مسلکي موزیمونه نلرو ډېری وخت اړ کېږو، چې په ولایتونو کې ترلاسه شوي اثار مرکز ته وليږو.
ښاغلي عزیزي د یونسکو مشر ته د ملي موزیم د ودانې سربېره د هېواد هغه تاریخي او کلتوري سیمې په ګوته کړي، چې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او د ساتنې لپاره یې د مرستې غوښتنه کړې.
دغه راز د یونسکو مشر برانډن ویلي، د بامیانو ستراتېژک پلان د عملي کېدو لپاره د ضهاک، غلغله، کړک او ډېرو سیمو سروې پای ته رسېدلې او د غور جام منار لپاره به ډیر ژر د ساتنې ترڅنګ به د مېلمستون او کېبلې برج چارې به پیل کړو.
مولوي عتیق الله عزیزي د یونیسکو مشر د پکتیا او غزني بالاحصارونه چې مخینه یې له سوونو کلونو اوړي حالت یې د اندېښنې وړ دی په اړه يې د لازمې پاملرنې غوښته کړې.