ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې د دویمې برخې جوړولو قرارداد لاسلیک شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې د دویمې برخې جوړولو قرارداد پرون د ۱۴۰۳ لمریز کال وري(حمل) میاشتې په ۹مه نېټه د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې او ګاما ګروپ شرکت ترمنځ لاسلیک شو.

د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې دویمه برخه ۴۷ کیلو متره اوږدوالی لري، چې ټول لګښت یې ۵۳ میلیون ډالرو ته رسېږي.

ټاکل شوې چې د دې پروژې چارې به د شاوخوا دوو کلونو په جریان کې په معیاري ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا د هرات-خواف اوسپنې پټلۍ لویې پروژې وروستۍ برخه ده، چې له رباط پریان څخه پيل د هرات نړیوال هوايي ډګر او صنعتي ښارګوټي ته رسیږي.

د دې برخې په بشپړېدو سره به د هرات-خواف د سیمه‌ییز اتصال پروژه افغانستان د ایران له مهمو سمندري بندرونو سره وصل کړي او د ترکیې هېواد د اوسپنې پټلۍ شبکې له لارې به اروپا ته لار ومومي.

پر دې سربېره به د افغانستان له خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د کچې لوړېدو لپاره هم زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه پروژې په جوړېدو سره به په فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کې هم د اوسپنې پټلۍ شبکې غځولو ته زمینه برابره شي.