ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت په اشغالي فلسطین کې د اسرائیلو له لوري د نویو ښارګوټو جوړول په کلکو ټکو وغندل

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیستي رژیم له لوري د اشغالي فلسطین اغوار (اردن رود) سیمه کې د ځمکو غصب او د نویو ښارګوټو جوړول په کلکو ټکو غندي.

یاد وزارت وايي؛ د صهیونیستي رژیم وروستۍ کړنې ښيي، چې اسرائیل نړیوالو او په ځانګړي ډول بشرپاله قوانینو ته ژمن نه دي او د داسې یو اړخیزه اقداماتو دوام او د فلسطینیانو د حقونو له پامه غورځول به حالات نور هم خراب کړي.

د افغانستان اسلامي امارت له نړیوالو او په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو غواړي، چې د فلسطین مظلومو خلکو د ملاتړ په موخه خپل قانوني، اخلاقي او انساني مسولیت ادا او په اشغال شویو سیمو کې د ناقانونه ښارګوټو او مېشت ځایونو د پراخېدو مخنیوی وکړي.