ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ۱۸/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۹/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۲۳) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۱۱۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۹) تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۸۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې (۶) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۶۱) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۹) تنه غریبکار او (۱۰) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۹) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۱۶۲) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۵) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۲۸) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن (۸) کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۷) تنه غریبکار او (۳) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۰) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۲۱) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۱۰۴۵) تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۱۲) کورنیو سره چې د غړو شمیر یې (۶۰) تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې مجموعاً (۱۲۰) زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې (۳۴) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۹۴) تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۵) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۶۴) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۳۶) تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

نن د هرات په اسلام کلا کې (۳۱) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۲) را ستنې شوې کورنۍ سره (۴۰۸۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱۱۷) کورنۍ (۳۷۹) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۵) کورنۍ (۲۹) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۷۶) کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۷۹) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۸۶) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء