صهیونیستي رژیم غزه کې خپل وحشتونه جاري ساتلي او پرون (جمعه) یې پر بېلابېلو سیمو د هوايي او ځمکنیو بريدونو په پایله کې لسګونه فلسطینیان شهیدان او ګڼ نور ټپیان کړي دي.
صهیونیستي عسکر په پرلهپسې ډول روغتونونه، د درملنې مرکزونه او د خلکو کورونه په نښه کوي او په الشفا روغتون کې یې ځمکني عملیات روان ساتلي. دغهراز په خان یونس سیمه کې د بېدفاع خلکو په کورنو بریدونه شوي دي.
فلسطیني چارواکي وايي، چې پرون جمعه غزې ته نږدې پر الشجاعیه سیمه د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۷ او د المغازې د کډوالو په کمپ کې د هوايي برید له امله ۸ کسان شهیدان شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسي ۳۲ زره او ۶۲۳ فلسطینیان شهیدان او ۷۵ زره او ۹۲ نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.