ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې او مالدارۍ مرستیال: هېواد ته دې باکیفیته او معیاري کرنیز او نباتي درمل وارد شي

 هېواد ته د بې کیفیته درملو او واکسینونو د واردولو له امله د کروندګرو او مالدارانو له  شکایتونو وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ  مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د نباتي او حیواني درملو واردوونکو شرکتونو چارواکو څخه غوښتي، چې باکیفیته او معیاري درمل او واکسینونه دې وارد کړي.

مولوی صدر اعظم عثماني هغو شرکتونو سره په ناسته کې چې نباتي او حیواني درمل واردوي ویلي؛ کروندګر او ماداران د وارداتي درملو او واکسینونو څخه شکایت کوي، دا زموږ مسولیت دی چې کنټرول یې کړو، د شخصي ګټو لپاره بزګرانو او مالدارانو ته زیان مه رسوئ، باید کیفیت لرونکي درمل وارد کړي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال زیاته کړې؛ موږ به هیڅ شرکت ته اجازه ورنکړو، چې ټیټ کیفیت لرونکي درمل وارد کړي، د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونه دې باید بزګرانو لپاره معیاري او اسټنډرډ کرنیز تخمونه وړاندې کړي، د درملو واردوونکي شرکتونه باید باکیفیته او معیاري درمل وارد کړي او عضوي سره باید دننه په هېواد کې تولید شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بې کیفیته درملو د واردولو د مخنیوي په موخه په سوداګریزو بندرونو کې د بوټو ساتنې قرنطین پیاوړی کوي او د څارویو د روغتیا او د بوټو ساتنې ریاست په مرکز او ولایتونو کې د درملو داخلي پلور څارنه او کنټرول چارې ترسره کوي.