ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۹/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۰/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د تورخم له لارې نهه کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۶۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
نن د تورخم په عمري کمپ کې ۱۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کارموندنې کمېټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې دوه تنه د بلکوریا سند لرونکي، یو تن فوق بکلوریا سند لرونکی، اووه تنه غریبکار او ۱۲ تنه حرفه ‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۲۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۳۹ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام،کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د سپین بولدک له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۶ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له څلور کورنیو سره ټولې ۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
پنځه کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
نیمروز
ورېښمو لار
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه
:
په نیمروز کې ۵۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
:
د اسلام کلا له لارې ۶۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۳۱ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې دي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې ۳۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۲ را ستنې شوې کورنۍ سره ۳۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۷۳ کورنۍ ۲۰۷ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۶۶ کورنۍ
لنډ مهالي مېشت شوي کډوال: ۱۰۲ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۱ عدده