د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري د یوه فرمان په ترڅ کې توشیح شو.
دغه قانون درې څپرکي او ۲۷ مادې لري، چې دکورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې معنیت په مشري یو شمېر وزارتونو ته د سوالګرو راټولولو، درملنې او حرفوي زدهکړو ورکولو دندې ورکړل شوې دي.
د کار او ټولنیزو چارو، عدلیې، اقتصاد، مالیې، پوهنې، عامې روغتیا، اطلاعاتو او کلتور، امربالمعروف او نهی عنالمنکر، حج او اوقافو، او د شهیدانو او معلولینو وزارتونه او کابل ښاروالي، د زندانونو د سمون اداره، افغاني سره میاشت، د افغانستان سوادګري او پانګونې خونه او د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده ورکړل شوې، چې د سوالګرو راټولولو، د بېوزلو او حرفوي سوالګرو تشخیص، له هغوی سره مرسته او د حرفوي او ښوونیزو زدهکړو زمینه ورته برابره او درملنه یې وکړي.
له نشهيي توکو سره د مبارزې دفتر رییس مل پاسوال حسیبالله احمدي وايي، چې تر دې دمه ۴۹ زره او ۶۴۱ سوالګر راټول شوي، چې له جملې یې ۱۴ زره ۹۳۲ مېرمنې، ۲۲ زره او ۷۲۵ نارینه، ۴ زره او ۶۵ یې نجونې دي، چې ۱۳ زره یې اړمن او پاتې نور یې حرفوي دي.
هېوادوال د اسلامي امارت د یادې بېمخینې کړنې او اقدام هرکلی کوي او له کورنیو غواړي، چې خپل ماشومان د سوال کولو پر ځای د یوې ښې راتلونکې په موخه زدهکړو ته وهڅوي.
د دې قانون په یوه برخه کې راغلي، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند دې د سوالګرو راټولولو کمیسیون له چارو څخه وخت پر وخت څارنه کوي.