ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال کندهار کې څه باندې ۲۱۲ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ويلي؛ د کندهار ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول څه‌ باندې ۲۱۲ زره کسانو ته پېژندپانې وېشلې دي، چې ۱۵۴ زره او ۲۸۸ الکترونيکي او ۵۸ زره او ۲۷۳ یې کاغذي پېژندپانې دي.
د کندهار ولایت د احصايې او معلوماتو ریيس مفتي محمد خان ویلي، هره ورځ شاوخوا ۳ زره کسان د الکترونيکي او کاغذي پېژندپانو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ۱۸ ولسواليو کې یې اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې نږدې ۱۰ زره کسانو ته په کاغذي تذکرو کې د اصلاحاتو او له دوه زره او ۲۰۰ ډېرو نورو کسانو ته د ژوند پېښو د ثبت ( دوه زره او ۱۰۰ زېږون کارتونه، ۱۰۱ د مړینې پارچې او ۲۱ د طلاق ثبت) خدمتونه وړاندې کړي دي.
د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د اسان خدمت یو څانګه او دوې د الکترونیکي پېژندپانو د وېش څانګې فعالې دي، چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
په دې څانګو کې غوښتوونکو ته د نویو پېژندپاڼو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (د نوم او عمر اصلاح کول، د مثنی پېژندپانې وېش، د عکس او بایومټریک نوي کول، د ودونو او طلاق ثبتول) هم وړاندې کېږي.
د یاد ریاست په وینا؛ په دې ولایت کې د کاغذي او الکترونيکي پېژندپاڼو او د ژوند پېښو د ثبت خدمتونو له لارې تېر کال څه ‌باندې ۱۰۷ ميليونه او ۶۷۵ زره افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولی شي خپلې الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.