ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د تاریخي اثارو خوندیتوب ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون یکشنبه د قرآن عظيم الشان خطي نسخو د نمايش په مراسمو کې، چې د قرانکريم د نزول په مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري جوړ شوي وو، ګډون او وينا وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ ملي ارشيف د افغانستان د تاريخي اثارو او اسنادو يوه مهمه خزانه او ذخیره ده، چې له جملې یې د قرانکريم هغه نسخه هم پکې موجوده ده، چې د مسلمانانو د درېيم خليفه حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه د خلافت پر مهال د حضرت علي کرم الله وجه له لوري ليکل شوې اودا د افغانستان د مسلمان او شريف امت لپاره لوی وياړ دی.

همداراز په ملي ارشيف کې د حافظ ديوان، د رحمان بابا ديوان، د بېدل کليات او د امير الکلام امير علي شېر نوايي مثنوي، تاريخي مجلې، ګڼ فرمانونه چې د تاريخ په مختلفو دورو کې د افغانستان د حاکمانو له لوري ليکل شوي يا صادر شوي دي موجود دي، نو له همدې امله ملي ارشيف د افغانستان د تاريخي اثارو يوه ارزښتناکه خزانه ده.

نوموړي زیاته کړې؛ زموږ مکلفيت دا دی چې د خپلو تاریخي اثارو ساتنه او د قاچاق او له منځه تللو مخنيوی يې وکړو، ترڅو د افغانستان راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي او هغوی صحيح ګټه ترې واخلي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال په دې برخه کې د رسنيو رول ته په اشارې ویلي، چې د افغانستان د رسنيو رول هم مهم دی، ترڅو په ملي ارشيف کې موجود اثار افغان ملت ته ورسوي او په ځانګړي ډول د هېواد ځوان قشر یې په ارزښت پوه او سمه ګټه ترې واخلي.

مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د افغانستان د تاريخي اثارو ساتنې ته ژمن دی او هڅه کوي په سمه توګه یې ساتنه وکړي.

دغه‌راز له علمي مرکزونو، پوهنتونونو او څېړونکو يې غوښتي، چې له یادو اثارو څخه استفاده وکړي او راتلونکو نسلونو ته يې ولېږدوي.