ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ مسولینو لیدنه؛ د دوه اړخيزو ریلي همکاريو په پراختيا خبرې شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رهبرۍ او مل پلاوي د اوزبیکستان هېواد د ریل پټلۍ ادارې له مرستيال او مل پلاوي سره په لیدنه کې د دوه اړخيزو ریلي همکاريو د پراختيا په اړه خبرې کړي.

په ليدنه کې د افغانستان له لورې د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي ریيس ملا بخت الرحمن شرافت، مالي او اداري مرستيال سيد محمد نعيم محمدي، تخنيکي مرستيال ديپلوم انجنير عبدالباري صديقي او د اوزبیکستان له لورې د دې هېواد د ریل پټلۍ ادارې مرستيال حکمت الله رحمت اوف او د پروژې جوړونې رییس اميدالله ايرګشوف ګډون درلود.

 ملا بخت الرحمن شرافت ویلي؛ خوښ يو، چې افغانستان د يو ښه ګاونډي په توګه د اوزبیکستان سره دوه اړخيزه ریلي همکارۍ لري‌.

 د اوزبیکستان هېواد د ریل پټلۍ ادارې مرستيال ویلي؛ هېواد يې غواړي د افغان ټرانس په څېر د سترو ریلي پروژو په پلي کېدو کې خپله ځانګړې ونډه واخلي.

نوموړي زياته کړې، د دې ترڅنګ اوزبیکستان غواړي د ریلي تعرفو په ۵۰ سلنه کمښت سره د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې انتقالات زيات او ټرانزیټي بهير ته وده ورکړي.

 اوزبیکستاني پلاوي ژمنه کړې؛ چې د حيرتان-مزارشريف مسیر په نايب اباد سټيشن کې به د تازه ميوو او سبزيجاتو لپاره د تخليې او بارګيرۍ په موخه مجهز ساتنځای هم جوړ کړي، ترڅو د افغانستان تازه مېوه او سبزيجات له ځنډ او خرابوالي پرته منځنۍ اسيا، اروپا او بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.