ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصايې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال بغلان کې نږدې ۱۴۴ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د بغلان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول نیږدې ۱۴۴ زره کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۱۱۱ زره او ۴۳۳ الکترونيکي او ۳۲ زره او ۴۷۸ یې کاغذي پېژندپاڼې دي.

د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو ریيس ګل الرحمن رحماني ویلي؛ هره ورځ لږ تر لږه ۸۰۰ کسان د الکترونيکي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.

ښاغلي رحماني زیاته کړې؛ له ډنډ غوري ولسوالۍ پرته چې نوې تشکېل شوې ده، د مرکز په ګډون د دې ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې څه باندې یو زر او ۲۸۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او نږدې ۲۱ زره ډېرو نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۸ زره او ۵۹۸ زېږون کارتونه، یو زرو او ۲۲۸ تنو ته د مړینې پارچې او یو زرو او ۳۳۵ د واده ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.

د بغلان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د الکترونیکي تذکرو دوې وېش څانګې فعالې دي چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د نوموړي په وینا؛ لومړۍ وېش څانګه کې چې په پلخمري ښار کې موقعیت لري، غوښتونکو ته د نویو تذکرو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (د زېږونونو او ودونو ثبت، د مثنی تذکرې اخیستل او عکس نوي کول) هم وړاندې کېږي.

همدارنګه یادې ادارې د کاغذي او الکترونيکي پېژندپاڼو او د ژوند پېښو د ثبت خدمتونو له لارې تېر کال نږدې ۴۶ ميليونه افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولی شي خپلې الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.