ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: د افغانستان ثبات د یو اقتصاد محوره هېواد په توګه د ټولو هېوادونو په ګټه دی

‎ د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بهرنیو چارو وزارت د روژه ماتي مېلمستیا کې په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو او استازو ته وینا کړې.

په دې مراسمو کې لومړی د ریاست الوزرا اداري مرستیال د بېلابېلو هېوادونو د سفارتونو مسولینو، استازو، ډیپلوماتانو او د یوناما مسولینو ته د ښه راغلاست او د هغوی د راتګ د قدردانۍ ترڅنګ ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل تعامل او درناوي په اساس د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت په غزه کې د صهیونیستانو بې رحمانه بریدونه او د فسلطین ملت عام وژنه په ټوله مانا غندي او په غزه کې د ټولو بشري او بین المللي اصولو خلاف دغه ترسره کېدونکي بریدونه ټول بین المللي نظم او قوانین تر پوښتنې لاندې راولي.

د ریاست الوزرا مرستیال څرګنده کړې؛ د اسلامي امارت له  واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی، د نشه یي توکو کښت، قاچاق، سوداګري او استعمال منع شوی، اداري فساد له منځه تللی او د مطبوعاتو فعالیت جریان لري.

همداراز معتادین راټول شوي او په دې وروستیو کې له یو میلیون زیات افغان کډوال، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور راوېستل شوي وو، په ښه توګه مدیریت شوي دي.

ښاغلي حنفي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د سیمې او له سیمې ور اخوا ټولو هېوادونو څخه غواړي، چې نورو هېوادونو ته د ځوانانو د مهاجرتونو د مخنیوي، د نشه یي توکو د ختمېدو او په افغانستان کې د ثبات د تضمین لپاره د افغان ترانس، هرات – بولدک، چاه بهار بندر، لاجورد لارې، واخان کوریډور او ټاپي لویو پراختیایي پروژو د پلي کېدو لپاره پانګونه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ په افغانستان کې امنیت نه یوازې د دې هېواد د اوسېدونکو لپاره مهم دی، بلکې د سیمې او له سیمې ور اخوا د ټولو هېوادونو په ګټه دی، له همدې امله په افغانستان کې د ثبات د ادامې لپاره په بېلابېلو برخو کې پانګونه اړین کار دی او د کاسا زر پروژې د عملي کېدو لپاره یې د نړیوال بانک د اقدام مننه کړې.

مولوي عبدالسلام حنفي له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغانانو په زور اېستلو منفي اغېزو ته په اشارې ویلي، په دې برخه کې باید جدي پاملرنه وشي.

دا کار دوه اړخیزه اړیکو او د ګاونډیتوب موضوع کې مرسته نه کوي او همدارنګه یې څرګنده کړې، د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او غواړي، چې افغانستان یو اقتصاد محوره هېواد وي او د هیڅ هېواد په داخلي چارو کې مداخله نه کوي او همداراز د نورو هېوادونو یې غوښتنه کړې، چې د افغانستان په داخلي چارو کې مداخله ونه کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په ایران، روسیې او پاکستان کې د شویو بریدونو په غندلو سره او په هغه کې د چینایي وګړو وژل کېدو ته په اشارې ویلي، موږ دغه بریدونه چې د عامو خلکو د وژنې لامل کېږي غندو.