د ایران اسلامي انقلابي ګارد قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دمشق کې یې د اسرائیلو له لوري پر قونسلګري برید کې اووه غړي وژل شوي.
د خبرپاڼې پر اساس؛ په وژل شویو کې لوی قومندان محمد رضا زاهدي او مرستیال یې جنرال محمد هادي حاجي رحیمي هم شامل دي.
ایران یاد برید په کلکه غندلی او په غبرګون کې یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه لیک په استولو د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې ده.
ورتهمهال یو شمېر ایراني رسنیو ملګرو ملتونو کې د روسي استازولۍ د مرستیال له قوله راپور ورکړی، چې امنیت شورا به نن سېشنبه د یاد برید په تړاو ناسته وکړي.