ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کرنې او مالدارۍ خونې له مسولینو سره په لیدنه کې؛ د کورنیو تولیداتو معیاري کېدو ته باید لومړیتوب ورکړل شي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان اخوند د کرنې په وزارت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې له رییس خان محمد فروتن او د یادې خونې یو شمېر غړو سره په لیدنه کې د هېواد د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو او لومړیتوبونو په اړه خبرې کړي دي.

په دې لیدنه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال اسلامي امارت د خلکو د خدمتګار په توګه یاد کړ، چې د دوی د باور پر بنسټ حاکم شوی دی او د کرنې او مالدارۍ خونې مسولینو ته یې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

ملا اغا جان اخوند د هېواد د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې او بهر ته د صادراتو په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په اړه ویلي، په دې موخه یې له ګاونډیو هېوادونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ موږ په درې برخو کې په دوامداره توګه کار کوو، چې د کرنیزو محصولاتو د زېرمه کولو لپاره د لویو سړو خونو جوړول، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ کارخونو جوړول او په بندرونو کې د کرنیزو صادراتو لپاره د اسانتیا رامنځته کول شامل دي، تر څو د هېواد کرنیز محصولات مطلوب بازارونو ته ورسېږی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال دغه راز پانګونې لپاره د زمینې د برابرولو په موخه د یوې مشخصې کړنلارې د جوړولو په هکله هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د یادې کړنلارې تر منظورۍ وروسته به پانګوالو لپاره د پانګونې لا زیاتې زمینې برابرې شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مسولینو هم په بېلابېلو برخو کې د یادې ادارې پلانونو په اړه خبرې کړي او د بزګرانو، مالدارانو او د خصوصي سکتور د متشبثینو د ستونزو د حل په موخه یې د همکارۍ او همغږۍ د پراخېدو غوښتنه کړې ده.