د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او د بغلان ولایت یو شمېر علماوو او متنفذینو سره لیدنه کړې.
د پکتیکا ولایت مرستیال والي د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت او همداراز د ځایي ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت ویلي؛ پکتیکا کې د اسلامي امارت مسولین شپه او ورځ خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او امنیت د ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي.
نوموړي همداراز په دې ولایت کې ښوونې او روزنې، روغتیا، برېښنا رسولو او د پرختیایي پروژو پلي کېدو ته د اسلامي امارت د مسولینو د پاملرنې غوښتنه کړې.
مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت مرستیال والي او د بغلان ولایت علماوو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په مختلفو برخو کې خلکو ته خدمت د اسلامي امارت دنده بللې او ویلي یې دي؛ د بېلابېلو برخو مسولین د خلکو د امنیت ټینګښت، هوساینې او ارامۍ لپاره خپله ټوله هڅه کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ اسلامي امارت هڅه کوي، ترڅو د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په مختلفو برخو کې د خلکو ستونزې حل کړي.