د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو له لوري د اروپايي اتحادیې په ملاتړ د یوه نوي خپاره شوي راپور له مخې د صهیونیستي رژیم له لوري پر غزه د بریدونو د پیل په لومړیو ۴ میاشتو کې د ۱۸.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت ودانۍ او زېربناوې ویجاړې شوې دي.
د یاد راپور پر اساس؛ د زیان دا اندازه په ۲۰۲۲ کال کې د غزې او لوېدیځې غاړې ‘باختري کرانې’ د ټول ناخالص کورني تولید له ۹۷ سلنې سره برابره ده. دغهراز د غزې د اقتصاد هره برخه زیانمنه شوې ده.
په راپور کې ویل شوي: “۷۲ سلنه زیانونه د اوسېدو له کورونو، ۱۹ سلنه د عامه خدمتونو (اوبو، روغتیا او تعلیم) او ۹ سلنه د سوداګریزو او صنعتي ودانیو ویجاړېدو له امله رامنځته شوي دي. دغهراز د تخریب له امله ۲۶ میلیونه ټنه کثافات پیدا شوې، چې پاکول به یې کلونه وخت ونیسي.”
په یاد راپور کې د غزې د اوسېدونکو پر ژوند د صهیونیستي رژیم له لوري د دوامداره جګړې اغیزو ته کتنه شوې او پکې ویل شوي:
“د غزې ټول اوسېدونکي د خوارکي توکو له سختې ناامنۍ او خوارځواکۍ سره مخ دي. له یوه میلیون زیات اوسېدونکي یې بېکوره او د نفوس ۷۵ سلنه یې بېځایه شوي دي. د یاد بشري ناورین ډېری قربانیان ښځې ماشومان، بوډاګان او معلولیت لرونکي کسان دي. د غزې ۸۴ سلنه روغتیايي تاسیسات ویجاړ شوي او پاتې یې د برېښنا او اوبو د نشتوالي له جدي ګواښ سره مخ دي او د دې سیمې اوسېدونکو ته لومړني روغتیايي خدمات نهشي چمتو کولای. د اوبو او حفظالصحې سیسټم له مینځه تللی، ښوونیز سیسټم په ټپه ولاړ او سل سلنه ماشومان له ښوونځیو بهر دي.”
په راپور کې ویل شوي، چې برېښنا بنده شوې، د غزې ۹۲ سلنه سړکونه ویجاړ او یا زیانمن شوي او مخابراتي سیسټم په جدي توګه زیانمن شوی او خلکو ته لومړنۍ بشري مرستې رسول سخت دي.
د راپورونو پر اساس پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د برید له پيل راهیسې د دې تړانګې ۶۲ سلنه کورونه، چې ۳۰۰ زرو ته رسېږي ویجاړ شوي دي.
د فلسطین روغتیا وزارت په وینا؛ غزه کې د شهیدانو شمېر له ۳۲ زره او ۸۰۰ اوښتی، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دغهراز له ۷۵ زره زیات کسان پکې ټپیان شوي دي.