د سریلانکا او کوربه بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پیل شوې ټېسټ لوبلړۍ په لړ کې، نن ( چهارشنبه، د وري ۱۵مه ) مېلمه سریلانکايي لوبډلې په دویمه او وروستۍ لوبه کې هم کوربه بنګلهدېش ته ماته ورکړه او یاده لوبلړۍ یې ۲ ـ ۰ په خپل نوم کړه.
په دې بریا سریلانکا د ټېسټسیالیو په نړیوله درجهبندۍ کې څلورم مقام ته پورته شوه، خو له بلې خوا بیا بنګلهدېشۍ لوبډله اووم مقام ته وغورځېده.
د یادونې وړه ده، چې د ټېسټسیالیو په نړیوله درجهبندۍ کې هند لومړی، اسټرالیا دویم او نیوزیلاینډ درېیم مقام کې ځای لري.