ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې منظورې کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري ملي تدارکاتو کمیسیون د شاوخوا ۱۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور کړل.

د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتې غونډې ته، چې د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۱۵مه نېټه جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې له جملې یې د ۲۴ پروژو قراردادونه منظور، د څلورو لغوه او د یوې پروژې د قرارداد په اړه ټاکل شوې کمیټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو په هراړخیز ډول یې وڅېړي او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمیسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

په منظور شویو پروژو کې د کابل-کندهار لویې لارې د اساسي بیارغونې پاتې چارو بشپړول، د کنړ-نورستان سړک د تخریب شویو ساحو بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژې، د ملي دفاع وزارت مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره د هغوی د اړتیا وړ توکو برابرول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي، چې په پلې کېدو سره به یې سلګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.