د ایراني رسنیو د راپورونو پر اساس؛ تېره شپه وسلهوالو د ایران په چابهار او راسک ښارونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د سیستان بلوچستان سیمې امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي یاد بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې لا هم نښتې روانې دي.
ویل کېږي چې په دې نښتو کې د چابهار سیمې پولیسو ۱۱ مرکز افسر عباس میر وژل شوی دی.
د ایراني چارواکو په وینا؛ تر اوسه ۸ برید کوونکي وژل شوي او د پاتې نورو د نیولو هڅې روانې دي.
مسولین وايي، چې وضعیت نارمل او تر کنټرول لاندې دی او د سیمې د پاکولو هڅې روانې دي.