ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر سره د کډوالو چارو وزارت د مسلکي مرستیال لیدنه؛ د افغان کډوالو په ستونزو خبرې شوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل کابل کې د پاکستان سفارت له مرستیال شارژدافیر جنید وزیري او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په یاده لیدنه کې پاکستان کې د افغان کډوالو په ستونزو، تګ راتګ کې په اسانتیاوو او ځانګړي ډول سږ کال له دې هېواد څخه د حج لپاره تلونکو افغان کډوالو ته د وېزو او نورو اسانتیاوو په چمتو کولو خبرې شوې دي.

د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل ویلي، چې د کډوالو موضوع دوه اړخیزه موضوع ده او د دوی په اړه پرېکړې هم باید ددواړو هېوادونو په تفاهم سره وشي. دغه‌راز د یوه ګډ میکانیزم تر رامنځته کولو پورې باید دوی ونه ځورول شي.

د پاکستان سفارت مرستیال شارژدافیر افغان حاجیانو ته د تګ راتګ اسانتیاوو برابرولو لپاره چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي، چې د کډوالو د ایستلو لپاره تر اوسه وروستی ضرب‌الاجل نه دی ټاکل شوی او یوازې د معلوماتو راټولولو پرېکړه شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد اړین موضوعات به له اسلام اباد سره شریک او د هغوی له لارښوونې سره سم به یې په اړه اقدامات وکړي.