د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (پنجشنبه د وری ۱۶مه) د ماینونو خطر په تړاو د پوهاوي نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
په دې ناسته کې چې د اسلامي امارت یو شمېر نورو مشرانو او مسؤولینو هم ګډون درلود محترم مولوي عبدالکبیر ماینونه او چاودېدونکي توکي د هېواد په کچه لویه ستونزه بللې او ویلي یې دي، چې لا هم افغانانو ته ځاني او مالي زیانونه رسوي.
نوموړي د ماینپاکۍ له ادارو او په دې برخه کې د مرستندویه بنسټونو له همکاریو په مننې ویلي، چې افغانستان کې د واحد نظام په راتګ او د بشپړ امنیت په ټېنګښت سره د ماین پاکولو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
دغهراز همکارو ادارو او بنسټونو ته یې ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت یې تر څنګ ولاړ او د اړوندو ادارو تر منځ د اغېزمنې همغږۍ په موخه هڅې کوي.
محترم مولوي عبدالکبیر ماینونه او چاودېدونکي توکي هېواد کې د پرلهپسې اشغال پایله یاده کړې او په وینا يې؛ د ماینونو له امله ګڼ شمېر افغانان شهیدان او معلول شوي او اسلامي امارت ژمن دی چې له ماین څخه د اغېزمن شویو لاس نیوي ته ادامه ورکړي.
په پای کې سیاسي مرستیال د ماینپاکۍ د پروګرام چې غیرې سیاسي او بشردوستانه فعالیت لري د دوام او اغېزمنتیا لپاره د نړیوالو مرستې اړینې بللې او همدارنګه د ماینونو د خطر په تړاو یې د پوهاوي په موخه اړونده حکومتي ادارو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.