د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې یاد ولایت کې څلور تاریخي ابدې، شپږ نوې لرغونې سیمې او ۱۹ تاریخي کلاګانې کشف شوې او ثبت شوې.
د مسولینو په وینا؛ یادې تاریخي ابدې او لرغونې سیمې د اسلام او اسلام څخه وړاندې تاریخي دورو پورې تړاو لري، چې د مرکز پلعلم په ګډون خوښۍ، برکي برک، محمداغې، څرخ او خروار ولسوالیو کې موقعیت لري.
د لوګر اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې یاد تاریخي اثار د لرغون پوهنې ریاست مسلکي پلاوي او اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکاري کشف شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال لوګر کې ۱۲ لرغونې سیمې، ۱۶ تاریخي ابدې، شاوخوا شل تاریخي کلاوې، ۱۹ مشهور زیارتونه او ۶ تفریحي سیمې شتون لري، چې دوې تاریخي ابدې یې رغول شوې دي.