ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزني کې تېر کال څه‌ باندې ۱۸۷ زره پېژندپاڼې وېشل شوې

د غزني د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټولیيز ډول څه‌ باندې ۱۸۷ زره پېژندپاڼې وېشلې، چې ۹۵ زره او ۲۲۴ یې برېښنايي او ۹۲ زره او ۲۱۸ یې کاغذي دي.

د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ عبدالکبیر نصرت خالد وايي، چې هره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه مراجعه کوي.

نوموړی زياتوي، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې یې دفترونه فعال دي.

دغه‌راز تېر کال یې ۶ زره او ۲۵۱ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او نږدې ۸ زرو نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۴زره او ۸۵۰ زېږون کارتونه، ۱۷۵۹ د مړینې پارچې او ۱۰۶ د واده ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

د غزني ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې هر څوک په اساني سره الکترونیکي پېژندپاڼې ترلاسه کولای شي.