کابل کې د بدنې روزنې او سپورټ عمومي ریاست د هاشي هارا کراټې فدراسیون له لوري د پینځو ولایتونو د ۳۰ لوبغاړو ترمنځ اسیایي لوبو ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د کابل، پروان، فاریاب، بغلان او کاپیسا ۳۰ لوبغاړو په درې عمري کټګوریو کوچنیانو، ځوانانو او لویانو کې برخه اخېستې وه، چې په پایله کې یې د لویانو په کټګورۍ کې فیاض دوراندیش، عبدالشاکر حمیدي او هدایتالله ملي لوبډلې ته غوره شول.
همدارنګه د ځوانانو کټګورۍ کې حسیب الله قاضيزاده او د دې ترڅنګ د کاتا په برخه کې مهدي احمدجویا د را روانو اسیایي لوبو لپاره د ملي لوبډلې برخه وګرځېدل.
ټاکل شوې ده، چې یادې اسیایې سیالۍ به د روان کال د مې میاشتې په څلورمه او پینځمه نېټه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شي.