د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير پرون په سپیدار ماڼۍ کې له کابل مېشتو سفیرانو او دیپلوماتانو سره ګډ روژه ماتی وکړ.
د روژه ماتي په دې مېلمستيا کې چې د اسلامي امارت سیاسي کمیسیون، د کابینې ډېرو غړو او چارواکو حضور درلود، کابل کې د ګڼو هېوادونو سفیرانو، شارژدافیرانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او اسلامي کنفرانس استازو ګډون پکې کړی وو.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د بهرنیو سیاسي استازولیو مشرانو او غړو ته د هرکلي ترڅنګ ویلي؛ تمه لري راتلونکی کال کابل کې د مېشتو دیپلوماتانو او سفیرانو شمېر تر دې هم ډېر وي او نور هېوادونه هم خپل سفارتونه پرانېزي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ولري او د سیمې هېوادونه کولای شي په ګډه سیمهییز نوښتونه رامنځته او پياوړي کړي.
د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي امارت لېواله دی چې له نړیوالو سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکې ولري، په سیمهییزو پروژو کې ونډه واخلي او د وصل د نقطې په توګه عمل وکړي.
مولوي عبدالکبير په ټینګار سره ویلي؛ د افغانستان ګاونډيان دې ډاډ ولري اسلامي امارت به هیچا ته هم د دې اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې ګواښ ورته پېښ کړي.
دغهراز په سیمه او نړۍ کې ځینې کړۍ په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی، چې داعش نه یوازې د افغانستان، بلکې د بشریت، سیمې او نړۍ دښمن دی، اسلامي امارت دغه ډله په افغانستان کې ځپلې او هېڅوک یې باید د قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونه کړي.
د رياست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړې؛ هغوی چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې د افغانستان پراخې سیمهییزې اړیکې او تعامل، د بنسټيزو او پراختیايي چارو ترسره کول، د نشهيي توکو او فساد پای ته رسېدل او د سرتاسري امنیت تامينېدل ورته د منلو نه دي.
د دې تر څنګ افغانستان کې د اسلامي امارت له فتحې سره سم، ډېر مثبت بدلونونه راغلي او افغانستان یې د باثباته مسیر په لور روان کړی دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال یو ځل بیا له هېوادونو غوښتي، چې په اجباري ډول دې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي او په دې برخه کې دې د نړیوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره له پوره حوصلهمندي کار واخلي.