ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روغتیا نړیواله ورځ “زما روغتیا زما حق” تر شعار لاندې ونمانځل شوه

د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ “زما روغتیا زما حق” تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د دې ورځې د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، د ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد ټولو هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د دې وزارت دنده بللې او ویلي یې دي، چې اوسمهال د هېواد په ۴زره او ۹۰۰ روغتیايي مراکزو او ګڼ شمېر دولتي روغتونونو کې هېوادوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ تېر کال نږدې اتیا میلیونه ناروغانو دولتي روغتیايي مراکزو او روغتونونو ته د درملنې په موخه مراجعه کړې، چې د هېواد د ریښتیني او با استعداده روغتیايي کارکوونکو او متخصصینو له لوري یې درملنه شوې ده.

ښاغلي عباد ډاډ ورکړی، چې هڅه کوو د هېواد ټول روغتونونه او روغتیايي مراکز په عصري طبي وسایلو سمبال او له هرې ممکنې لارې د افغان روغتیايي پرسونل ظرفیتونه لوړ کړو، تر څو په مرسته یې په کور د ننه ناروغانو ته غوره خدمتونه وړاندې کړو.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر همداراز افغان ډاکټران د هېواد د روغتیایي سکتور اتلان بللي او د هېواد له اوسېدونکو یې غوښتي، چې پر خپلو ډاکټرانو باور وکړي.