کوالالمپور کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي تایلنډ هېواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د اسلامي مرکز له رییس شيخ الاسلام هارون بونشام سره لیدنه کړې.
شیخ الاسلام په ټایلنډ کې د مسلمانانو سیاسي او روحاني مشر بلل کېږي، چې د یاد هېواد د پاچا له لوري انتخابېږي او هلته ټولې اسلامي چارې پر مخ وړي.
په یاده لیدنه کې د ټایلنډ له حکومت سره د اړیکو په جوړولو او پیاوړي کولو خبرې شوې، ترڅنګ یې هلته له مېشتو مسلمانانو سره په اړیکه کې د پاتې کېدو ترڅنګ په ګڼ شمېر نورو موضوعاتو هم بحث او خبرې شوې دي.
د ټایلنډ د مسلمانانو مشر په یاده لیدنه خوښي څرګنده کړې او په راتلونکي کې یې د افغانستان او ټایلنډ تر منځ د اړیکو جوړولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.