ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نیله‌باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۹ مه نېټه د نیله‌باغ هستوګنیزې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند د نيله‌باغ هستوګنیزې پروژې د چارو پيل د هېواد د ابادۍ په برخه کې مهم پرمختګ یاد کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت د نورو زېربناوو تر څنګ د ودانیزو پروژو د پلي کېدو په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي، چې د نوي کابل د لمړي فاز دویمه برخه او یوشمېر نورې پروژې یې د نمونې په ډول یادولی شو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د هېواد اوسنی وضعیت او شرایط د پانګونې لپاره مناسب بللي او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت، کرنې، برېښنا او سوداګرۍ سکټورونو ترڅنګ د ودانیزو پروژو په برخه کې هم کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې زمینه برابره کړې ده.

محترم ملا صاحب د چین ولسي جمهوریت څخه د نیله‌باغ هستوګنیزې پروژې د عملي چارو پیلولو له امله مننه کړې او له دوی څخه یې غوښتي، چې له افغانستان سره د یو ښه ګاونډي هېواد په توګه د سیمه‌ییز اتصال غوندې مهمو مسایلو کې هم په مشترکه او همغږې توګه کار وکړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د چین له حکومت او پانګوالو غوښتي، تر څو افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د پانګونې لپاره له شته فرصتونو ګټه واخلي، چې په دې سره به د کابل او بیجینګ ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پياوړې شي.

نوموړي د کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ څخه غوښتي، چې په پلازمېنه کابل کې د تعمیراتي چارو ستونزو ته رسېدنه وکړي او اجازه ورکړي، چې ودانیز کارونه پیل شي، تر څو هېوادوالو ته کاري زمینه برابره او زېربنایي صنعت پرمختګ وکړي.

د نیله‌باغ هستوګنیزه پروژه د چین په بلاعوضه مرسته جوړېږي، چې شاوخوا ۷۱ میلیون ډالره لګښت پرې راځي.

په دغه پروژه کې ۱۴۰۰ هستوګنیز کورونه په ۵۶ بلاکونو کې په نظر کې نیول شوي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې به یې د جوړېدو چارې په ۳ کلونو کې بشپړې شي.