د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند او د کابينې يو شمېر غړو د ښار او کور جوړولو وزارت له لوري د نيلهباغ هستوګنيزې پروژې د چارو پيل مراسمو کې ګډون ګډون وکړ.
په پيل کې مولوي عبدالسلام حنفي د دغو مراسمو جوړولو له امله د ښار او کور جوړولو وزارت له رهبري، مسوولينو او کارکوونکو او د چين له (ام سي سي ۱۹) او (ای پي پي آر) شرکت څخه مننه کړې.
نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت تر بیا حاکميت وروسته هېواد کې په مختلفو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي.
دغهراز امنیت چې یو لوی الهي نعمت دی تامین شوی، اداري فساد چې په هېواد کې يو بل لوی مصيبت و له منځه وړل شوی، د نشهيي توکو کر، قاچاق، سوداګري او استعمال چې افغان ملت، ګاونډيان او د سيمې هېوادونه ترې ځورېدل منع شوي، روږدي راټول شوي او د قوشتیپې کانال، حلقوي سړکونو، د نوي کابل پروژې لومړی فاز او همداراز نیلهباغ پروژه، چې نن يې د کار پيل شاهدان يو، پيل شوې دي.
ښاغلي حنفي زياته کړې؛ د خوښۍ ځای دی چې نن د ګاونډي چين په همکارۍ د ام سي سي ۱۹ او ای پي پي آر شرکت په وسيله نیلهباغ لويه پروژه، چې په لومړي فاز کې به يې ۱۴۰۰ اپارتمانونه جوړ شي او په اټکلي ډول به په مستقیم او غيرې مستقيم ډول شاوخوا پینځه زره کسانو ته کارموندنه وشي او لګښت يې شاوخوا ۷۱ ميليون ډالر اټکل شوی او د چين له لوري په بلاعوضه ډول جوړېږي.
د رياست الوزرا د اداري مرستيال په وینا؛ دغه پروژه په هېواد کې د نورو انکشافي پروژو د پيل په څېر ده او روان کال به د کورني داخلي خصوصي سکتور او مختلفو هېوادونو د کمپنيو او شرکتونو له لوري په بېلابېلو برخو کې افغانستان کې زياته پانګونه وشي او اسلامي امارت پانګهوالو ته ټولې اړینې اسانتياوې برابروي.
مولوي عبدالسلام حنفي په دې بيانولو سره چې اسلامي امارت د سيمې او له سيمې هاخوا ټولو هيوادونو سره د نيکو اړيکو غوښتونکی دی څرګنده کړې، چې د افغانستان له لوري به ګاونډيو او له سيمې هاخوا هېوادونو ته هېڅ ګواښ پېښ نشي او په ځانګړي ډول چين ته ډاډ ورکوو چې اسلامي امارت به تل د واحد چين د پاليسۍ ملاتړی وي.
دغهراز هیله یې ښودلې، چې افغانستان د مختلفو دهليزونو له لارې د يو کمربند او يوه لار لويې پروژې او په ځانګړي ډول د بدخشان واخان سره وصل شي.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړې؛ هيله لرو د افغانستان او چين اړیکې لا زياتې پراخې شي او له دې لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو، اروپا او ايران ته سوداګريزه راکړه ورکړه وشي، په دې ساحه کې په اساسي ډول ريل پټلۍ او سړکونه جوړ شي او د دې سيمې ملتونه له يو بل سره په سوله ییز ډول ژوند ولري او د يو بل له پرمختګ څخه استفاده وکړي.