ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې روان وحشت؛ ملګري ملتونه دا جګړه د بشریت ضد او وحشتناکه بولي

پر غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم د بریدونو او یرغل او په مقابل کې یې د حماس غورځنګ د سرسختې مبارزې شپږ میاشتې پوره شوې، خو لا هم د دغه خونړۍ جګړې د درېدو او پای ته رسېدو لپاره کوټلي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

ملګري ملتونو دا جګړه د بشريت ضد او د غزې د اوسېدونکو لپاره له عذابه کمه نه ګڼي.

د ملګرو ملتونو سازمان مرستیال مارټین ګریفټس وايي: “غزه کې جګړه یوه وحشتناک پړاو ته رسېدلي او ډېر وخت وړاندې باید پای ته رسېدلي وای. په غزه کې شپږ میاشتنی جګړه د خلکو لپاره یو عذاب و.”

پر غزه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې نږدې ۳۴ زره فلسطینیان شهیدان شوي، چې له ۱۳ زره زیات یې ماشومان دي. غزې ته څېرمه لویدیځه غاړه کې هم ۴۵۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د دې ترڅنګ دغزې ۱.۷ میلونه وګړي بې‌ځایه شوي، چې د غزې دنفوس ۷۰ سلنه جوړوي.

په ملګرو ملتونو، نړيوالو بنسټونو او هېوادونو سربېره اسلام امارت د صهیونيستي رژيم تېری د معاصر بشر پر لمن تور داغ بللی او ژر تر ژره یې د درولو غوښتنه کړې ده.

اسرائیلي عسکرو پر غزه د شپږ میاشتني یرغل پر مهال ملکي وګړي، د بشردوستانو مرستو کاروانونه او کارکوونکي، خبریالان، جوماتونه، روغتونونه، د ملکي وګړو استوګنځایونه او ان د ملګرو ملتونو کارکوونکي هم په نښه کړي دي.

د شمېرو له مخې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې د غزې ۵۵.۹ سلنه ودانیو زیان لیدلی، ۶۶ سلنه استونګنیزې ودانۍ او ۹۰ سلنه ښونځي ویجاړ شوي او له ۳۶ روغتونونو یوازې ۱۰ یې دګټې اخیستنې وړ بلل شوي دي.

صهیونیستي رژیم د دې یرغل د درولو لپاره ان د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستی تصویب کړی پرېکړلیک، چې په روژه مبارکه میاشت کې د اوربند غوښتنه پکې شوې وه، ونه مانه.

تازه پرون یک شنبه د مصر پلازمینه قاهره کې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند په اړه خبرې پيل شوې، چې د حماس غورځنګ استازو هم ګډون پکې کړی دی.

یاد مذاکرات د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب پیل شوي دي.