ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اختر ته د اسلامي هېوادونو چمتوالی؛ غزه کې د فلسطینيانو پر کورنو د مرګ څپې او ویر

داسې حال کې چې سبا چهارشنبې نړۍ کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده خو په غزه کې لا هم جګړه روانه ده او د غزې اوسېدونکو ته تر دې بل ښه اختر نشته، چې سر یې خوندي وي او ګېډې یې مړې وي، خو صهیونست پوځ او نور ملګري یې خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي او نه پرېږدي، چې د غزې خلک یوه لحظه هم د ارام ساه واخلي.
ورته مهال د غزې خان يونس ته ستانه شوي فلسطينيان وايي، پر ښار د مرګ څپې او ویر خپور شوی او ويجاړی دومره زيات دی چې خپل کورونو په کې نشي موندلی.
دغه راز حماس غورځنګ ویلي، چې اسراییلي لوری د دایمي اوربند اراده نه لري.
د دغه غورځنګ یو غړي الجزیرې ته ویلي، چې د اوربند د روانو خبرو پر مهال یې له اسراییلي لوري داسې شرایط ترلاسه کړي، چې د دغې پروسې د بریالیتوب مخه نیسي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسراییلي ځواکونه له غزې د وتلو اراده نه لري، هغه شرط چې حماس یې اړین بولي او د خبرو پر مهال یې تل غوښتنه کړې چې صهیوسنت پوځ باید غزه پرېږدي.
په غزه کې د جګړې شپږ میاشتې پوره شوې، په دې جګړه کې د سراییلي ځواکونو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر نږدې ۳۴ زرو ته رسېدلې دي. چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
دې ویجاړوونکې جګړې د غزې ډېری سیمې په کنډوالو بدلې کړي او نړیوال بنسټونه وايي، هلته بشري وضعیت او لوږه بحراني حالت ته رسېدلې ده.