ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په سپيدار ماڼۍ کې د کوچني اختر لمونځ ادا شو

د کوچني اختر لمونځ نن سهار، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مقاماتو او په کابل کې د مېشتو بهرنیو دیپلوماتانو او سفیرانو په حضور کې، په په سپيدار ماڼۍ کې ادا شو.
په دې مراسمو کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په کابل کې مېشتو یوشمېر سفیرانو او دیپلوماتانو، د کابینې غړو، د اسلامي امارت د بېلابېلو برخو مسؤولینو، علمای کرامو او مجاهدینو برخه اخیستې وه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ټول متدین او مجاهد ولس او اسلامي امت ته مبارکي وویله او هغوی ته یې د اختر په ورځو کې د خوښیو او خوشحالیو هیله وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اسلامي امارت له امنیتي منسوبینو او موظفینو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د خوشحالۍ ځای دی، چې نن افغان مسلمان ملت په خوښۍ او ارامۍ کې د اختر جشن نمانځي.
نوموړي وویل، چې په افغانستان کې ټولو افغانانو ته د ارامه ژوند کولو زمینه برابره ده او په بهر مېشتو افغانانو یې غږ وکړ، چې افغانستان ته را وګرځي او با عزته ژوند وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر په دې مراسمو کې ټينګار وکړ، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکي غواړي، له دغو هېوادونو سره دیني، سیاسي او فرهنګي مشترکات لري او اړتیا ده چې د دغو مشترکاتو په پياوړي کولو کې ټول هېوادونه سره په ګډه کار وکړي.
نوموړي همدارنګه وویل، چې ټول مسؤولین او مجاهدین باید یتیمان او د شهیدانو وارثان باید هېر نه کړي.