ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په امامت د اختر لمونځ ادا شو

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې نن د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د کوچني اختر لمونځ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په امامت ادا شو.
د اختر په لمانځه کې د کندهار والي حاجي ملا شیرین اخوند ، د کندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک ترڅنګ لوړ پوړو مسولینو، د کندهار د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسوولینو او په زرګونه هېوادوالو پکښي ګډون درلود.
هېواد والو د امنیت له تامین څخه خوښي ښودلې او ویلي يې دي؛ سږنې اختر د نور اخترونو پرتله له خوښیو ډک اختر دی، خلک د امن په فضا کې د اختر خوشالۍ لمانځي.
دوی وایي؛ اسلامي امارت امنیتي ځواکونو ولس ته د نیکمرغه کمکي اختر تر لمونځ مخکې د هېواد په ګوت ګوټ کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
په ورته وخت کې امنيتي چارواکو ويلي؛ زموږ خوښي همدا ده چې مومن ولس مو د اختر دا خوښي د یوه سوچه او سپېڅلي اسلامي نظام تر چتر لاندې په هوسا او ارامه فضاء کې ونمانځي.
کابل او نورو ولایتونو کې هم خلکو د اختر لمونځ له هر راز امنیتي پېښو لېرې ادا کړ.